د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کورونا وېروس څلورمې څپې ته چمتووالی نیسي. د لوی اختر را رسېدل، تر اختر وروسته د ښوونځیو د تدریجې پرانیستلو پریکړه او ګاوندي ایران او پاکستان کې د مثبتو پېښو ډېرېدل هغه عوامل دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي یې د کورونا وبا څلورمې څپې ته اندېښمن کړې دي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحیدالله مجروح چې نن (یکشنبه د جولای ۱۸مه) یې د یوې خبرې غونډې له لارې خلکو ته د اختر ورځو کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي سپارښتنې کولې، خبرداری ورکړ که خلک احتیاط ونکړي له اختر وروسته به د کورونا څلورمه څپه پیل او پر روغتیايي سکتور اوسنی فشار له کنټرول ووځي.

نوموړی وايي: "که څه هم ځینو ولایتونو کې [د درېیمې څپې] له اوج اوښتې یوو، پېښې کرار کرار کمېږي، خو دا خطر شته چې ګراف بېرته لوړ شي."

د ښاغلي مجروح په وینا تېره یوه اوونۍ افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو فیصدي د ۳۸ اعشاریه ۵ او ۴۹ اعشاریه ۷ ترمنځ وه چې د نوموړي په وینا لا هم لوړه او د اندېښنې وړ ده.

هغه وویل "زابل، فاریاب، تخار، هرات، فراه، خوست، پکتیکا او غور ولایتونو کې مثبتې پېښې ډېرې او حالت متاسفانه د اندېښنې وړ دی".

د کورونا څلورمې څپې ته اندېښنه له دې کبله ډېره ده چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي د کوویډ-۱۹ روغتونونو له ۵۰ تر ۸۵ سلنه بسترونه وار له مخې د درېمې څپې پر جدي ناروغانو ډک دي.

ښاغلی مجروج وویل پر کورونا وبا سربېره وروستیو جنګ جګړو هم د روغتیا پر سکتور فشار ډېر کړی دی.

نوموړی وايي، "روغتونونه هم په ټپیانو هم ډک دي... د یو کال لپاره مو بېړني کېټونه درلودل - په دوه نیمو میاشتو کې مو مصرف کړل."

د هغه په وینا د افغانستان روغتیايي سکتور، ډاکتران او نور روغتیايي کارکوونکي له بې ساري فشار سره مخامخ دي ځکه په یوه وخت هم عادي روغتیايي خدمات وړاندې کوي، هم د کورونا وبا سره مخ دي او هم د روانې جګړې د ټپیانو درملنه کوي.

افغانستان کې د کورونا د واکسیناسیون بهیر

ډاکتر وحیدالله مجروح واکسین له کورونا وبا سره د مبارزې د حل یوازنۍ لار بولي، خو وايي دغه کار ډېر وخت او سرچینو ته اړتیا لري.

نوموړي وویل دوی اوس په ورځ کې له ۳۵ تر ۴۵ زره ډوزه واکسین تطبيقوي او له اختر وروسته غواړي دا کچه لومړی له شپېتو تر اتیا زره، او بیا که سرچینې برابرې شي، د ورځې ۱۰۰ زره ډوزه ته ورسوي.

ښاغلي مجروح وايي تر اختر وروسته به له امریکا د جانسن اېنډ جانسن یو میلیون او ۸۰۰ زره ډوزه واکسین ترلاسه شي او همدا راز چین هم افغانستان سره د ۱ میلیون ډوزه واکسین مرسته اعلان کړې ده.

د نوموړي په وینا ۲۵۰ زره ډوزه اسټرازېنېکا د ډنمارک لخوا د کوواکس پروګرام له لارې ترلاسه کېږي.

هغه د دې ترڅنګ زیاته کړې د افغانستان حکومت غواړي د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د پیل لپاره د کوواکس پروګرام له لارې ۱۲ میلیون ډوزه واکسین وپېري.

 

https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-57879360