د چین حکومت د روغتیا نړیوال سازمان د هغه پلان راتلونکي پړاوونه رد کړي چې د کورونا وېروس د ریښو او لاملونو موندلو لپاره چمتو شوی و.‌

د روغتیا نړیوال سازمان غواړي په هغه سیمه کې ټول لابراتوارونه معاینه کړي‌ چېرې چې کورونا وېروس په لومړي ځل پکې پېژندل شوی و.

خو د چین د عامې روغتیا مرستیال وزیر ژېنګ یکسېن ویلي، دا پلان ساده توب او ساینس ته سپکاوی دی.‌

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهانو په تېر کې ویلي، داسې نه ښکاري چې کورونا وېروس دې د چین له کوم لابراتواره نورې نړۍ ته خپور شوی وي.

خو د دوی له دې سپیناوي سره سره بیا هم په دې اړه شکونه او تیورۍ پر ځای دي او د نورو پلټنو غوښتنې کېږي.‌

کورونا وېروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین په ووهان ښار کې وپېژندل شو.

د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهان د سږ ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې وتوانېدل چې یاد ښار ته ورشي او د دې وېروس د ریښو په اړه پلټنې وکړي.‌

اوس د روغتیا نړیوال سازمان غواړي د خپلو پلټنو په راتلونکي پړاو کې ځینو څېړنیزو ادارو ته هم لاړ شي او هلته اړینې پلټنې وکړي.

یاد سازمان له چینایي چارواکو غوښتي چې د دې پلټنو پر مهال دې همکاري وکړي.‌

خو د چین د عامې روغتیا مرستیال وزیر پنجشنبه یوه خبري ناسته کې پر دې پلان حیراني وښوده.

چینایي چارواکي‌ د پلان پر هغه برخه ناراض ښکاري چې له مخې به یې د چین لابراتورونو کې احتیاطي تدابیر او کاري پروتوکول ارزول کېږي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر ژېنګ یکسېن وویل، دا ناشونې ده چې چین دې د روغتیا نړیوال سازمان ټول وړاندیزونه ومني، او زیاته یې کړه چې چین دې لړ کې د پلټنو لپاره خپل وړاندیزونه هم یاد سازمان سره شریک کړي.‌

د کورونا وبا له پیل راهیسې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې تر ۴ میلیونو ډېر کسان وژل شوي او د روغتیا پر نړیوال سازمان فشار دی چې د دې وېروس د ریښو په اړه دې بشپړې او جدي پلټنې وکړي.

څو میاشتې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم خپلو استخباراتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې دې برخه کې خپلې پلټنې او هڅې لا ډېرې کړي.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-57934289