د چين ولسمشر شي جنپنګ ژمنه کړې، چې د ۲۰۲۲ کال تر وروستيو پورې به د نړۍ هېوادونو ته دوه ميليارده ډوزه واکسين ورکړي.

ولسمشر شي ويلي، دا ګام د لوی صادروونکي هېواد په توګه د چين د نېت ښکارندوی کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکی وايي، ولسمشر شي جنپنګ دغه خبرې کوېډنولس په تړاو يوې نړيوالې ناستې ته د وينا پر مهال کړي دي.

چين د دوه ميليارده ډوزه واکسين دا ژمنه داسې مهال کوي، چې دغه هېواد د تېر کال سپټمبر مياشتې څخه د نړۍ هېوادونو ته ۷۷۰ ميليونه ډوزه واکسين مرسته کړی او يا يې هم صادر کړي دي.