بایډن: امریکا به د نړۍ لپاره 'د واکسین زېرمتون شي'

امریکا متحده ایالتونه به د راتلونکي کال له پیله مخ پر وده هېوادونو ته د کورونا ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونو نورو خوراکونو مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دا ژمنه وکړه او په وینا یې هېواد به یې د 'واکسین زېرمتون ' شي.

د واکسین له دې اضافي مرستې سره د کورونا ضد واکسین خوراکونو شمېر یو میلیارد ته رسېږي چې امریکا یې د مرسته کولو ژمنه کړې.

ماهرین وايي، د ټولې نړۍ لږ تر لږه ۷۰ سلنې نفوس واکسینولو لپاره د دې ډول واکسینو لږ تر لږه ۱۱ ملیارده خوراکونو ته اړتیا ده.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال تر پایه په هر یوه هېواد کې د ۴۰ سلنه نفوس واکسینولو هدف ټاکلی دی، خو داسې باور نه کېږي، چې دا هدف به تر لاسه شي.

د اکسفورډ پوهنتون معلومات ښيي، په داسې حال کې چې د لوړ عاید لرونکو هېوادونو حکومتونو خپل نژدې نیمايي نفوس ته د واکسین دواړه خوراکونه ورکړي، د لږ عاید لرونکو هېوادونو ایله دوه سلنه نفوس ته تر اوسه لومړنی خوراک ورکړل شوی دی.

 

https://www.bbc.com/pashto/world-58658856