بریتانیا هندي واکسین په رسمیت وپېژندل

بل لور بریتانیا حکومت بهر ته د سفر کوونکو لپاره لارښوونو کې د ترمیم له لارې ویلي، په هند کې د چمتو شوي استرازینیکا واکسین هندۍ بڼه تایید شوي واکسین دي.

خو تر اوسه بریتانیا حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي، چې له هنده دې هېواد ته ورتلونکي کسان به د ۱۰ ورځني قرنطین تېرولو ته اړتیا لري او که نه.

د بریتانیا له لوري د هندي کوویشلډ واکسین ردولو له کبله هند کې سخت احتجاج شوی.

کوویشلډ په هند کې خورا مهم واکسین بلل کېږي او تر اوسه پورې ۷۲۱ میلیونه کسانو ته ورکړل شوي دي.

هند د سې شنبې پر ورځ دغه اصول 'تبعیض ' وباله او له بریتانیا یې وغوښتل دغه هېواد ته د ورتلونکو هغو هندیانو قرنطین کول پرېږدي، چې بشپړه توګه واکسین شوي دي.

تر اوسه پورې بریتانیا رسماً هغه هندیان هم واکسین شوي نه بولي چې هلته یې دواړه خوراکه ورکړل شوي دي.

پر همدې بنسټ هغه هندیان چې بریتانیا ته رسېږي، چې ځان ګوښی قرنطین کړي او له ازادانه تګ راتګ مخکې د کوویډ - ۱۹ معاینات وکړي.

 

https://www.bbc.com/pashto