
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د کرونا ویروس واکسین د تطبیق له پیل څخه تر دا مهاله ۳۴۹۸۱۶ تنه واکسین کړي دي.
په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر د تېر کال کب میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شو.
روغتیا وزارت نن شنبه مۍ ۱(غوايي ۱۱) ویلي چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې ۳۴۹۸۱۶ تنه واکسین کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په واکسین شویو کسانو کې روغتیايي کار کوونکي، ښوونکي، دولتي مامورین، زندانیان…