
افغانستان ممکن د نړۍ د ډېرو کمو هغو هېوادونو له ډلې وي چې خلک یې اوسمهال د کرونا په غم کې نه دي.
دغلته خلک په پراخه کچه د غم-ښادۍ په مراسمو کې برخه اخلي، سیاسي او ټولنیزې غونډې جوړوي او هېڅ ډول فزیکي واټن نه مراعتوي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د کرونا ویروس د بریتانوۍ بڼې تثبیت او دغه راز ګاونډېو هېوادونو پاکستان او ایران کې د ویروس د دې ډول زېاتېدو اندېښمن کړي دي.
د وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي…