
د نړۍ په ځانګړي توګه د اروپا یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د درېیمې څپې په اړه اندیښنه ښودلې ده.
دا اندیښنې وروسته تر دې زیاتې شوي چي دغلته د واکسین د ویش بهیر ټکنی روان دی او ځینو هېوادونو کې د استرازنکا واکسین تطبیق بند شوی دی.
د واکسینو پر دغه بریتانوي او سویډني شرکت وروسته تر دې فشارونه زیات شول چې له واکسین وروسته یې د وینې د کلکېدو په اړه ویره زیاته شوه.
د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا د درملو ادارې ویلي، استرازنکا…