
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېرې یوه شپه ورځ کې د کورونا ویروس ۱۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې پر کووېډ نولس ۱۳ تنه اخته کسان مړه شوي او ۹۶ تنه نور روغ شوي دي.
په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندوز، پروان، نیمروز، غزني، لوګر، بدخشان، وردګ، هلمند، لغمان، کونړ، خوست، زابل او پکتیکا کې ثبت شوې دي.
هغه ناروغان چې مړه شوي دي په کابل، هرات، بلخ، پکتیا، نیمروز…