د افغانستان د روغتیا وزارت وايي په دغه هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق له پیل څخه بیا تر دا مهاله د دولت د ملکي کار کوونکو په ګډون یو میلیون او ۱۵۰زره کسان واکسین شوي دي.
په افغانستان کې د کروناویروس ضد واکسین بهیر د ۱۳۹۹ کال په وروستۍ میاشت کې پيل شو.
د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن یکشنبه جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هره ورځ په ټول افغانستان کې د کرونا واکسین له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰زره…