سور صلیب: له کورونا وېروس مړه کسان باید په منظمه توګه خاورو ته وسپارل شي

د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ښايي په ځايي توګه د مړو کسانو ښخولو چارې له ستونزو سره مخ کړې، خو چارواکي د کافي چمتوالي پر مټ د دې احتمالي خطر مخه نیولی يشي او د یوه بشپړ پلان له مخې د مړو کسانو او ژوندي پاتې خپلوانو مناسب درناوی کيدلی شی

د سور صلیب د چارواکو په خبره، که داسې کوم پلان نه وي، دا خطر شته چې خلک به په ډله ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل کېږي، ریکارډ یا اسناد به یې کم وي

"دا به ګرانه وي، چې معلومه شي، څوک مړه شوي او مړی یې چېرې دی. د هغو کسانو سرګرداني به هېښوونکې شي چې نه به پوهېږي، خپلوان یې چېرې خاورو ته سپارل شوي "

د نړیوال سور صلیب د عدلي طب مرکز مشر اوران فینیګان وايي

"د کفن، دفن پراخ انتظام مانا دا نه ده، چې هرومرو به بې شمېره مړینې وي، خو دا مهمه ده چې پلان چمتو شي او که اړتیا پېشه شي، د دې لپاره پلی شي، چې په احتمالي وضعیت کې د ټولنې او وېرجنو کورنیو درد او غم تر یوه حده کم شي"

نوموړی زیاتوي: "له بې لخڅو (شناختو) قبرونو ژغورنه شونې ده"

نړیوال سور صلیب ۱۵۰ کلن شو

  د کورونا وېروس له مړو سره څه کېږي؟

طالبان: د سور صلیب کارکوونکو خوندیتوب ته ژمن یو

ان په هغو سیمو کې چې د ناروغۍ اغېز پکې لږ دی، د کفن، دفن پر سمبالوونکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او بحراني سیمو کې حالت نور هم ناوړه دی، چې په یوه وخت د ډېرو مړو سمبالولو او کفن، دفن لږ اسانتیاوې لري

د دې لپاره چې د مړو مناسبه پېژندګلوي وشي او باوري اسناد یې چمتو شي په بېړني ډول باید د غبرګون پلان چمتو شي، چې د اړتیا پر مهال پر وسایلو او سرچینو له حده د تېرې ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي. د مړینې سندونو، ثبتولو او کفن، دفن جواز ورکولو اسانتیاوو چمتو کولو بهیر باید پیل شي. د مړو کسانو وروستیو مراسمو په برخه کې ای سي ار سي اړوند چارواکو ته مشوره ورکوي چې

"روغتیاپال، روغتیايي کارکوونکي او هغه کسان چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړه شویو کسانو وروستي مراسم تر سره کوي باید د خپل خوندیتوب لپاره بشپړ تدبیرونه وکړي او وسایل ولري"

د سور صلیب چارواکي زیاتوي، د جسدونو او د مړه کس د پاتې کورنۍ د غړو بشپړ درناوی وشي او د لازمو اسنادو او لخڅې(شناختې) له چمتو کولو وروسته خاورو ته وسپارل شي

"چارواکي باید د مړو کسانو د جسدونو ساتلو لپاره اړین وسایل او کافي ساحه ولري او مړي د هغوی له کلتوري او مذهبي دود، دستور او عقیدې سره سم خاورو ته وسپارل شي"

په توقیف ځایونو، د کډوالو کمپونو او په ښاري سیمو کې د بیوزلو جونګړو برخه کې دې وار له مخه تدبیرونه وشي او تر معمول دې زیاتې مړینې ته ذهني چمتوالی وشي

له افغان سرې میاشتې سره ګډ کار

د سور صلیب کومېټه وایي،‌ دوی دا مهال په افغانستان کې په لاندې برخو کې کار کوي

د عامې روغتیا وزرات عدلي طب څانګې ته یې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو جسدونو سمبالښت لړ کې تخنیکي مشورې ورکړې، د مړو لپاره یې د کاریدونکو کڅوړو مرسته کړې او په کابل، هرات، کندهار او لښکرګاه کې یې د عدلي طب څانګې کارکوونکو ته د شخصي خوندیتوب لپاره کاریدونکي الات (پي پي اې) ور کړي دي

له افغان سرې میاشتې ادارې سره په شریکه یې د هغو کسانو جسدونو کفن، دفن چارو معیاري کولو بهیر ته وده ورکړې، چې ګومان کېږي د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي او دغې ملي ادارې سره یې د خوندیتوب الاتو او مړو کسانو د جسدونو لپاره د ځانګړو کڅوړو مرسته کړې

په هرات او لښکرګاه کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو کسانو جسدونو لېږدولو لپاره هغو موټر چلوونکو ته روزنه ورکړل شوې، چې په جګړو کې ټپي کسان روغتونونو ته لېږدوي

 

سرچینه: د بي بي سي پښتوڅانګه

Related