کروناویروس چېرته او څومره وخت ژوندی پاته کیږي؟

کروناویروس یو انسان نه بل انسان ته هغه مهال انتقال کیږي چې کله یو بیمار شخص په هر ټوخي او پرنجي سره دا ویروس په چاپيریال او شاوخوا سیمو کې خپور کړي

په کووید۱۹ ناروغۍ باندې د اخته ناروغ د خولې نه د وتلو څاڅکو تنفس او همداشان د هغو شیانو سره د لاس تماس چې دغه څاڅکي پرې لویدلي او بیا د خولې، پوزې او سترګو سره د ککړ لاس تماس بل کس ته د ویروس د انتقال سبب کیږي

همدا چې کروناویروس د ناروغ شخص له بدن نه شاوخوا محیط ته خپور شو، د ویروس نابودیدل او ختمېدل پیل کیږي، خو د مختلفو سطحو د بڼې او ترکیب په وجه د ویروس د له منځه تللو پروسه کیدای شي څو دقیقې یا څو ساعته او یا هم څو ورځې وخت ونیسي

کرونا چېرته او څومره وخت پاتې کیږي؟

کروناویروس په صافو او هوارو سطحو کې تر ډیر وخت پاته کیږي او په ناهموارو او سوري لرونکو سطحو کې لږ وخت ژوندی پاته کیږي

پوهان له څیړنو وروسته پدې پوه شوي چې کروناویروس په فلزي سطحو له دریو نه تر پنځو ورځو پورې لکه په ګاڼو تر پنځو ورځو، د اشپزخانې پر وسایلو چې له فولادو نه جوړ شوي تر درې ورځو پورې، د لرګیو پر سطحو لکه میز، څوکۍ تر څلور ورځو او په پلاستیکي سطحو باندې لکه د غذایي توکیو او څښاک په پلاستیکي قوطیو باندې له دوو نه تر درې ورځو پورې ژوندی پاته کیږي او د ناروغۍ د تولید وړتیا لري

همداشان موندنو ښودلې چې کروناویروس پر کاغذي کارتنونو تر ۲۴ ساعتونو، په مسي شیانو باندې د دروازې له قفلونو څخه نیولې د اشپزخانې تر لوښو پورې شیانو باندې تر څلورو ساعتونو پورې او په المونیمي سطحو باندې تر اتو ساعتونو پورې ژوندی پاته کیږي

په شیشه یي وسایلو لکه د موبایل تیلیفون، کمپیوتر، گیلاس، پیالې، آینې او کړکیو باندې د کروناویروس تر پنځو ورځو پورې ژوندی پاته کیږي. همداشان دغه ویروس په کولالي وسایلو له ظرفونو څخه نیولې تر ګلدانونو او نورو پورې پنځه ورځې ژوندی پاته کیږي

د اوبو او خواړو په وسیله د کروناویروس انتقال احتمال کم دی، که څه هم چې پوهان سپارښتنه کوي چې میوه او خام سبزیجات دې په ښه بڼه او پاملرنې سره په اوبو ومینځل شي او بیا وخوړل شي. همداشان د څښاک اوبه باید د مصونې او صحي منبع نه واخیستل شي او ښه ده چې د څا، سیند او کاریز اوبه لومړی جوش او بیا له سړیدو وروسته وڅښل شي

د مخنیوي لپاره سپارښتنې

هغه څیړنې چې په چین کې شوي ښیي چې د ویروس اثار او پاتې شونې حتی د روغتیایي کارکوونکو په کالیو او بوټانو کې چې روغتون ته تګ راتګ کوي لیدل شوي دي

ددې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ډاکتران سپارښتنه کوي چې په کور او یا دفتر کې مختلفې سطحې لکه د اشپزخانې میز، د خواړو او کار میز، د دروازې قفل، موبایل تیلیفونونه، ریموت کنترول، د کمپیوتر کیبورډ، د تشناب د لاس مینځلو ځای او کمود او نور شیان چې ورسره هر وخت تماس لرئ هره ورځ دواپاشي شي

سپارښتنه کیږي چې که د یوې کورنۍ ټول غړي سالم هم وي ددغو وسایلو او سطحو پاکول او دواپاشي باید هیره نشي، ځکه باید په یاد ولرو یو شمیر کسان په کروناویروس ککړ دي خو د ناروغۍ هیڅ ډول نښه نښانه نه لري

سپارښتنه کیږي چې په اوبو او صابون د ۲۰ثانیو لپاره په وار وار لاسونو ومینځل شي او که یو شخص له بهر نه کور ته راځي د نورو شیانو سره له تماس دمخه ژر تر ژره باید خپل لاسونه په اوبو او صابون پریمنځي

که څه هم چې کروناویروس د ګرمو محیطونو په پرتله په سړو ځایونو کې چټکه وده کوي، خو لا هم پوهان په سمه توګه ندي پوه شوي چې ګرمي او د لمر وړانګې تر کومې کچې د کروناویروس عمر لنډ او یا اوږدوي‌او په څومره اندازه کروناویروس د ناروغۍ د تولید سبب کیږي

کروناویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او د څو اونیو په ترڅ کې په چټکۍ سره په وبا واوښت

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې می ۱۲ (غوایي ۲۳) تر سهاره په نړۍ کې ۴۱۹۴۳۲۶ کسان په کروناویروس اخته شوي او شاوخوا ۲۸۶۶۱۵ کسان مړه شوي دي

 

سرچینه: د امریکا غږ

Related