نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې تر لس میلیونو واوښتې

په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له لس میلیونو اوښتی دی. تر دې دمه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نیم میلیون کسان مړه شوي دي.  

په تازه پرمختګونو کې د بریتانیا په لېسټر ښار کې د مثبتو پېښو له ډېرېدو وروسته اوس تمه کېږي چې په دې ښار کې به یو ځل بیا ټولبندیز اعلان شي.

د چین حکومت هم د پلازمېنې بیجنګ شاوخوا سیمو کې سخت ټولبندیز لګولی، چې له کبله یې ښایي نیم میلیون وګړي اغېزمن شي.

هاخوا د ایران حکومت اعلان کړی دی چې له راتلونکې یکشنبې ورځې به د ماسک کارول اجباري وي.

په هند کې بیا پلازمېنه نوی ډيلی تر ټولو ډېر ځپل شوی او ۷۳ زرو مثبتو پېښو ترڅنګ لږ تر لږه دوه نیم زره کسان پکې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې په وروستیو اونیو کې امریکا په سوېلي ایالتونو کې د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه راکم کړل، په فلوریډا ایالت کې د دې وېروس پام وړ تازه ډېرې پېښې موندل شوې دي. په امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۲٫۵ میلیون کسانو ته ورسېد.‌

د فلوریډا ایالت چارواکو د شنبې په ورځ وویل، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ۹۵۰۰ ډېرې نوې پېښې یې ثبت کړې دي، چې دا شمېر د تېرې جمعې په ورځ ۹۰۰۰ و.

دې نوې څپې یو ځل بیا چارواکي د بازارونو او پېر و پلور ځایونو بندولو ته ته اړایستلي. ټکساس ایالت د جمعې په ورځ‌ محدودیتونه بېرته ډېر کړل.

په امریکا کې د ساري ناروغیو یوه جګپوړي کارپوه ډاکټر انتوني فاوچي د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې امریکا له "لوی ګواښ" سره مخامخ ده.

دی وايي، وروستیو ډېرېدونکو شمېرو وښوده چې "ځینو سیمو له وخت مخکې محدودیتونه لیرې کړي" او ګڼ خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي.

جان هاپکنز پوهنتون ویلي، په امریکا کې د کورونا وېروس نوې پېښې تر ۴۰ زرو اوښتې دي چې دا پر دویمه ورځ پرلپسې لویه شمېره ده.

په امریکا کې روغتیايي چارواکي اټکل کوي چې تر رسمي اعلانېدونکو شمېرو د ریښتونو شمېرو کچه ښايي ۱۰ برابره لوړه وي.

فلوریډا کې څه روان دي؟

د فلوریډا ایالت چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ۲۴ ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۹۵۸۵ نوې پېښې ثبت کړې دي.

اوسمهال فلوریډا کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۲ زرو ته رسېدلی او تر ۳۳۰۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

په سوېلي ایالتونو کې هم تر محدودیتونو او ټولبندیز لیرې کېدا وروسته هلته له نورو ایالتونو خلک ور مات شوي چې له دې کبله د کورونا وېروس د مثبتو پېښو کچه پکې ډېره شوې ده.‌

فلوریډا او ټکساس ایالتونو د جمعې په ورځ نوي محدودیتونه ولګول چې له مخې به یې شرابخونې بندې وي.

د ټکساس ایالت والي ګرېګ ابوټ هم د شرابخونو بندولو امر کړی او په خوړنځیو کې یې د خلکو د شمېر نیمايي کمولو غوښتنه کړې ده.

Related