کورونا وېروس: په امریکا کې څلورمه پرلپسې ورځ له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي

په امریکا کې پر جمعه څلورمه پرلپسې ورځ هم د کورونا وېروس له کبله له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

نن ورځ په دغه هېواد کې ۱۰۱۹، پر پنجشنبه ۱۱۴۰، پر چهارشنبه ۱۱۳۵ او پر سې شنبه ۱۱۴۱ کسان د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شول.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د کورونا وېروس ښکار کسانو شمېر له څلور میلیونو اوښتی، د سپینې ماڼۍ یو سلاکار وايي، 'داسې ښکاري چې په لوېدیځو او سویلي ایالتونو کې بد وخت تېر شوی دی '.

بل لور ته په هند کې شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې کورونا وبا په چټکۍ سره خپرېږي.

تېرو دوو وروځو کې په هند کې د کورونا وېروس نژدې ۱۰۰ زره نوي ناروغان ثبت شوي دي. د کورونا وبا له پیله راهیسې په دغه هېواد کې ۱۳۰۰ زره کسان د وېروس ښکار شوي دي.

هند اوس د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له پلوه په نړۍ کې تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.

د دغه هېواد مدهیه پردېش اعلی وزیر هم پر کوويډ - ۱۹ ناروغي اخته شوی او له خلکو یې غوښتي چې د علایمو له څرګندېدو وروسته سملاسي روغتیا پالانو ته ورشي.

په هند کې نژدې ۳۱ زره کسان د کوویډ - ۱۹ له کبله مړه شوي دي او ماهرین وايي، ښايي په دغه هېواد کې وېروس لا هم اوج ته نه دی رسېدلی.

د هند په ګاونډي پاکستان کې بیا چارواکو له خلکو غوښتي چې د لوی اختر پر مهال د قربانۍ لپاره د څارویو رانیولو پر مهال محتاط واوسي.

د فدرالي وزیر اسد عمر په مشرۍ یوې غونډې ته ویل شوي، چې په بېلا بېلو سیمو کې له احتیاطي تدبیرونو سرغړونه شوې.

چارواکي وايي، د څارویو پېر او پلور غیر قانوني بازارونه به وتړل شي. ښاغلی عمر وايي، 'د لومړي وزیر عمران خان له لارښوونې سره سم ' باید پاکستانیان په اختر کې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي:

''تفریح ځایونو ته له تلو ډډه وکړئ، د اختر په مناسبت غونډې مه جوړوئ. د لمانځه ادا کولو پر مهال ټولنیز واټن ته په پام او د احتیاطي تدیبرونو له عملي کولو سره د وبا مخه نیولای شو.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه تر ۲۸۹ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي. تېره شنبه هم په ۲۴ ساعتونو کې په کورونا وېروس د ۲۵۰ زره کسانو اخته کېدل ثبت شوي وو.

رپوټ وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله تر ۹۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي.

د جمعې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وویل، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تر ۱۵ میلیون او ۲۹۶ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.

امریکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر څلور میلیون، برازیل کې ۲٫۳ میلیون او هند کې ۱٫۲۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې پر درېیمه پرله پسې ورځ د کورونا وېروس له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي چې په دې سره امریکا کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۵ زرو ته رسېدلی.

په ورته وخت کې امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز د ښوونځیو بېرته پرانیستلو لپاره خپل لارښود اعلان کړی دی.

په دې لارښود دوه اونۍ مخکې ولسمشر ډونلډ ترمپ ټینګه نیوکه کړې وه.

'نوزیږدو ته د کورونا وېروس لېږد کم دی'

د تېرې جمعې په ورځ له موره نوزیږدي ماشوم ته د نوي کورونا وېروس د لېږدل د احتمال په اړه د یوې څېړنې پایلې خپرې شوې.‌

په دې څېړنه کې چې نیویارک روغتون کې پر ۱۲۰ نویو زیږېدلو ماشومانو ازمویل شوې ده، ویل شوي چې د میندوارۍ پرمهال په کورونا وېروس له اخته شوې مور نوزیږدي ماشوم ته د دې ناروغۍ د لېږد شونتیا ډېره کمه ده.‌

دې څېړنې څو اونۍ وخت نیولی او نوزیږدي ماشومان په کورونا وېروس له اخته میندو سره پرېښودل شوي او د مور شیدې ورکړل شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په ټوله کې د مور له شیدو د ماشوم تغذیه کولو ګټې د کورونا وېروس د لېږد تر خطر ډېرې دي.

خو په امریکا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز په موقت ډول له موره د نوزیږدي ماشوم د جدا کولو سپارښتنه کړې چې په وینا یې په دې سره ماشوم ته د وېروس د لېږد خطر کمېدلی شي.

Related