افغانستان کې کورونا؛ دویمه څپه کې به سل زره کسان پرې اخته شي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وړاندوینې ښيي چې د کورونا وېروس پیل شوې دویمې څپې په لړ کې به د لومړنۍ هغې پرتله څلور برابره ډېر خلک په دې ناروغۍ اخته شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په چټکۍ سره په هېواد کې د کورونا دویمې څپې د پیل خبر داسې مهال ورکوي چې اړوندو روغتیايي سپارښتنو ته یې خلکو هېڅ پام نه کوي، خو وزارت ویلي په دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر په چټکۍ سره په لوړېدو دی. دغه وزارت ویلي، تېر ځل د کورونا تر ټولو ډېرې خورېدو پر مهال ۲۵ زره کسان د کورونا په ناروغۍ اخته شوي وو، خو په وینا یې دا ځل به دا شمېره ان سلو زرو کسانو ته ورسېږي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت له دې وړاندوینو سره اعلان کړی چې تېره ورځ یې د کورونا ۲۲۶ مثبت ناروغان ثبت کړي او له دې کبله د ۹ نورو د مړینې راپور هم ورکړل شوی دی. د دې وزارت چارواکو ویلي چې په ځينو ولایتونو کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ته ځانګړي شوي روغتونونه یو ځل بیا یا له ناروغانو ډک شوي یا د ډکېدو په حال کې دي. وزارت ویلي که خلک پام ونه کړي، روغتیايي نظام به یو ځل بیا له فشار سره مخ شي. د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي وړاندوینې دا دي چې د کورونا دویمې څپې له شدت سره به د پخوا پرتله نژدې څلور برابره ډېر خلک په کورونا اخته شي. د ښاغلي سمسور په وینا، که خلک پام ونه کړي، دا ځل د کورونا د خپرېدو لوړې څوکې پر مهال د شاوخوا ۶۲۰۰ کسانو د مړینې شونتیا شته په داسې حال کې چې د کورونا لومړۍ څپې له پیل راهیسې بیا تر اوسه په رسمي ډول د څه باندې ۱۷۰۰ کسانو مړینې راپور ورکړل شوی له دې ټولو خبرداریو سره د روغتیا وزارت څيړنې ښيي چې یوازې ۳۰ سلنه خلک ماسک کاروي او ټولنیز واټن بیا ډېر کم مراعتېږي. روغتیا پالان په دې باور دي چې یوازې د روغتیايې لارښونو په پام کې نیولو سره خلک د ګواښ او مرګ کچه کابو کولای شي. په افغانستان کې د کورونا دویمې څپې له پیل سره په بېلابېلو ولایتونو کې په دې ناروغۍ د اخته کېدونکو او ترې د مړه کېدونکو کسانو شمېر لکه د پخوا په څېر یو ځل په لوړېدو دی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د مړو د جنازو او فاتحو اعلانونو بیا زور اخیستی چې ډېر خلک یې د مړینې لامل ورپېښه ناروغي بولي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت که څه هم د کورونا دویمې څپې ته وار له مخه د ځانګړي پاملرنې او امکاناتو برابرېدو ادعا لري خو وایي سړه هوا او د خلکو بې پامي دا پړاو سختولی شي. په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په کوویډ -۱۹ ناروغۍ د نژدې ۴۶ زره کسانو د اخته کېدو او ۳۶ زره نورو د رغېدو راپور ورکړل شوی. د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه د کورونا له کبله ۱۷۳۷ تنه مړه شوي، خو د دې وزارت په یوه څيړنه کې راغلي چې د دې هېواد نژدې دریمې برخې وګړو د کورونا په اوله څپه کې د کوویډ- ۱۹ ناروغي تېره کړې ده.

Related