امریکا کې روغتیايي چارواکي: واکسین شوي کسان دې هم سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي

امریکا کې روغتیايي چارواکي وايي، هغو سیمو کې چې د کورونا وېروس خپرېدل پکې ډېر دي اوسېدونکو ته یې پکار ده چې سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي.

دا سپارښتنه هغو کسانو ته هم ده چې د کووېډ-۱۹ دوه ډوزه واکسین یې هم کړی دی.

امریکا کې د ناروغیو مخنیوي او کنټرول مرکز د دې سپارښتنې لامل هم د کورونا وېروس د دلتا ډول د خپرېدو زیاتوالی بللی دی.

دې مرکز زدکوونکو او ښوونکو ته هم سپارښتنه کړې چې هرو مرو ماسک واغونځي.

له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره ماسک اغوستل امریکا کې پر سیاسي مسله بدل شوي دي او مخالفان یې د ټولنیزې ازادۍ خلاف بولي.

د جان هاپکنز پوهنتون د رپوټ له مخې دوشنبه ۸۹ زره ۴۱۸ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د امریکا له نیمايي ډېرو وګړو د واکسین دوه ډوزه کړي دي.

خو د امریکايي ټولنې پام وړ برخې د کورونا واکسین هرکلی نه دی کړی. 

وروستیو اونیو کې د کووېډ-۱۹ له امله روغتونونو کې د بستري کسانو له ډلې ۹۷ سلنه واکسین نه دی کړی.

د لوییزیانا، فلوریډا، مي سي سیپي او الاباما په څېر ایالتونو کې چې ډېر خلک یې د کورونا واکسین مخالف دي- تر نورو سیمو پکې په کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی. 

امریکا د کورونا وېروس له پلوه نړۍ کې تر ټولو ځپلی هېواد دی او تراوسه پکې له دې وېروس شپږ لکه اته زره ۱۴۵ کسان مړه شوي دي.

دغه هېواد کې په کورونا ۳۴ میلیونه، دوه لکه ۸۶ زره ۷۴۵ کسان اخته شوي دي.

Related