کورونا: جاپان کې بېړنیز حالت غځول شوی، چین کې له ووهان وروسته تر ټولو سخته څپه خپره شوې

داسې حال کې چې جاپان کې د اولمپیک سیالي روانې دي، دغه هېواد کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغانو د شمېر له ډېرېدو سره د پلازمینې توکیو او شاوخوا نورو سیمو ته د بېړني حالت ساحه غځول شوې ده.

د پلازمېنې په شاوخوا سیمو او دغه راز اوساکا ښار کې د وېروس مخنیوي لپاره نور بندیزونه لګول شوي دي.

پر پنجشنبه یوه ورځ کې د نویو ناروغانو شمېر ۱۰ زره کسانو ته ورسېد، چې درېیمه برخه یې پلازمېنه توکیو کې ثبت شوي دي.

توکیو کې که څه هم بېړنیز حالت پلي شوی، خو د اولمپیک لوبو دې مرکزي کوربه ښار کې د جمعې پر ورځ ۳۳۰۰ نوي ناروغان ثبت شوي دي. 

د جدي ناروغانو لپاره د ښار روغتونونو کې ځانګړي ۶۰ سلنه وار له مخه ډک شوي دي.

د جمعې پر ورځ د اولمپیک لوبو منتظیمینو د ۲۷ نویو کوویډ - ۱۹ ناروغانو نومونه ثبت کړي چې د جولای له پيل راهیسې په دې سیالیو کې د شاملو کسانو ټولټال شمېر ورسره ۲۰۰ تنو ته ورسېد، چې پر کورونا وېروس اخته شوي دي.

د یادونې ده چې اولمپیک لوبې په لوبغالي کې د نندارچیانو له شتون پرته تر سره کېږي او منتظمین د دې سیالیو له کبله د نویو ناروغانو شمېر زیاتېدلو دلیل ردوي. 

بل لور ته په چین کې د کوویډ یوه نوې څپه چې لومړی ځل په ننجینګ ښار کې معلومه شوه، د دغه هېواد پنځو نورو ایالتونو ته خپره شوې ده.

ځايي رسنۍ د دې څپې چټک وبايي خپرېدل د ووهان پرتله سخت بولي چې لومړی ځل پکې کورونا وېروس خپور شو.

د جولای پر شلمه د ننجینګ هوايي ډګر کې له پېژندل کېدو وروسته نژدې ۲۰۰ کسان د وېروس پر دې نوې بڼه اخته شوي دي.

داسې حال کې پر ځايي چارواکو د وېروس نوې بڼې مخنیوي کې د 'پاتې راتلو ' تور پورې کېږي چې د دولتي خبري اژانس شنهوا په رپوټ کې ویل شوي، د ټول ښار په کچه طبي معاینات پیل شوي دي.

په خواله رسنیو کې د خلکو اوږدو کتارونو تصویرونه خپاره شوي، چې ویل کېږي چارواکي ترې غواړي ماسکونه وکاروي او د معاینې لپاره د انتظار پر مهال له یوه بل سره له خبرو ډډه وکړي.

د چارواکو په خبره د نویو ناروغانو شمېر ډېرېدو لامل په چټکۍ سره د وېروس خپرېدونکې ډیلټا بڼه او دغه راز په هوايي ډګر کې د خلکو خورا ډېره ګڼه ګوڼه ده.

Related