
د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ هغه پلاوی چې د کرونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره د چین ووهان ښار ته تللی وو، وایي داسې نهښکاري چې کرونا ویروس د یوه چینایي لابراتوار څخه راپورته شوی وي.
دغه پلاوي په خپلو موندنو کې ویلي چې ډېر احتمال لري دا ویروس له یوه حیوان/ ژوي څخه انسان ته انتقال شوی وي.
دغه پلاوي په ووهان ښار کې تر تحقیقاتو وروسته پرون سې شنبه دا نتیجه اعلان کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یوه متخصص…