
د کوویډ۱۹ واکسین نن(سې شنبې د کب په ۵مه نېټه) په رسمي توګه افغانستان کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه واکسین د هند لخوا له افغانستان سره مرسته ده او د روغتیا نړیوال بنسټ لخوا هم تایید شوی دی.
کابو دوې اوونۍ مخکې د کرونا ویروس د واکسین لومړۍ جوپه چې په کې ۵۰۰ زره ډوزه شامل و، کابل ته ورسېده.
د هېواد روغتیايي چارواکي وايي ټاکل شوې دا واکسین ۲۵۰ کسانو ته تطبیق شي. د مالوماتو له مخې لومړۍ پړاو کې به روغتیايي کارکوونکو…