
سعودي عربستان لومړنی عربي هیواد دی چې د فایزر او بایوانتیک د شرکتونو لخوا جوړ شوی د کروناویروس ضد واکسین د تطبیق کولو بهیر یې نن د دسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۷) پیل کړ.
د سعودي عربستان روغتیایي مقاماتو د روانې اونۍ په پیل کې ددې هیواد له اوسیدونکو وغوښتل چې د واکسین کولو لپاره نومونه ولیکي. ددې هیواد د مقاماتو په وینا واکسین ټولو ته وړیا دی.
د عربستان د روغتیا وزیر توفیق الربیعه، یو له لومړنیو کسانو څخه و چې د رسنیو…