
بریتانیا د سه شنبې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۸) په هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین پراخ او سرتاسري تطبیق پیل کړ چې اوسني عصر د تدارکاتو ستر ازمون بلل کیږي.
په بریتانیا کې روغتیایي کارکوونکو د فایزر او بیو ان تک شرکت تولید کړی واکسین لومړی هغو کسانو ته تطبیق کوي چې د زیات خطر سره مخامخ دي او په کې د ډیر عمر لرونکي کسان او پخپله روغتیایي کارکوونکي شامل دي.
بریتانوۍ میرمن مارګارت کینان، چې ټاکل شوی په همدې اونۍ کې ۹۱ کلنه…